شمالي وزيرستان کښې په وړمبي ځل موبائل سروس چالو کړے شوے

0
151
جنوبي وزيرستان کښې هم موبائل سروس شروع شوې

شمالي وزيرستان کښې په وړمبي ځل موبائل سروس چالو کړے شوے ،بلخوا افغانستان نه د متاثرينو ګاډو پاکستان ته د راوستلو هم اجازت ورکړے شوے
فوج له لورې د شمالي وزيرستان اولس ته دوه ډالۍ ورکړے شوي دي
په وړمبي ځل تحصيل ميرعلي کښې موبائل سروس شروع کړے شوے
بلخوا د افغانستان نه راتلونکي کډوالو ته ځان سره د ګاډو راوستلو هم اجازت ورکړے شوے
تيره ورځ شپر ديرش ګاډي د خوست نه ميرانشاه ته راغلي دي ، د شمالي وزيرستان اولس د موبائل سروس په چالو کولو او د کډوالو ګاډو وطن ته د راوستلو اجازت په ورکولو د شمالي وزيرستان اولس د فوج او سول انتظاميې شکريه ادا کړې او هيله ئې څرګند کړې چې د جي او سي ميجر جنرل ممتاز حسين او ډي سي په مشرۍ کښې وزيرستان نوره هم ترقي کوي