شمالي وزيرستان کښې په چيک پوسټ حمله کښې يو اهلکار شهيد شوے

0
252
شمالي وزيرستان تحصيل شوال کښې په چيک پوسټ حمله کښې يو اهلکار شهيد شوے

د شمالي وزيرستان شوال تحصيل کښې په چيک پوسټ د ترهه ګرو حمله کښې يو اهلکار شهيد او يو ژوبل شويدے
سيکيورټي ذرائع وائي چې تحصيل شوال کښې پاک افغان پوله سره نيزدې ماندره چيک پوسټ باندي ترهه ګرو ناساپه حمله کړې ،ذرائع زياتوي چې حمله کښې نويد نومې اهلکار په موقع شهيد شوے او يو بل اهلکار سخت ژوبل شويدے
ژوبل اهلکار علاج لپاره نزدې فوجي کيمپ ته منتقل کړے شويدے
وئيلے کيږي چې حمله د پولې بلې غاړې افغانستان نه شوې ، سيکيورټي فورسز هم جوابي کارروائي کړې ولې ترهه ګرو ته د څه قسمه زيان اوړيدو خبر مخې ته نه دې راغلے