‘شمالي وزیرستان کښېانتخاباتو نه وړاندې د کنډيډيټس ګرفتاري پري پول دهاندلي ده’

0
35

پۀ شمالي وزیرستان کښې د صوبائي اسملبۍ انتخاباتو نه وړاندې دفعه ايک سو چواليس په فوري توګه ختمه کړے شي،ګرفتار آزاد اميدواران دې راخلاص کړے شي، د وزيرستان انتخاباتو کښې برخه اخستونکي اميدوارانو مشترکه پريس کانفرنس،اميدوارانو په حکومت تور لګولے چې د انتخاباتو نه وړاندې د کنډيډيټس ګرفتاري پري پول دهاندلي ده
نیشنل پریس کلب بنو کښې د وزيرستان اميدوارانو مشترکه پريس کانفرنس کړے،مطالبه ئې کړې چې د انتخاباتو نه وړاندې دې ګرفتار اميدواران راخلاص کړے شي، دا ئې هم وئيلي چې په سيمه کښې نافذ دفعه ايک سو چواليس دې هم ختمه کړے شي، چې دا شان ټولو اميدوارانو ته د انتخابي مهم چلولو يو شان موقع ملاو شي ، د وزيرستان اميدوارانو تور لګولے چې که چرې اليکشن نه وړاندې دفعه ايک سو چواليس ختمه نه کړے شوه او ګرفتار اميدواران راآزاد نه کړے شول نو دا به د حکومت لخوا د پري پول دهاندلۍ کوشش وي،اميدوارانو د اليکشن کميشن نه هم مطالبه کړې چې د دفعه ايک سو چواليس خاتمې او د ګرفتار کنډي ډيټس د راخوشي کولو لپاره دې هدايات جاري کړي