شمالي وزیرستان کښې د ټارګټ کلنګ دوه مختلف پيښو کښې دوه تنه وژل شوي

شمالي وزیرستان کښې د ټارګټ کلنګ دوه مختلف پيښو کښې دوه تنه وژل شوي

شمالي وزیرستان کښې د ټارګټ کلنګ دوه واقعات مخې ته راغلې،ميرانشاه کښې د ډزو دوه مختلف پيښو کښې قبائلي مشر ملک افسر خان په ګډون دوه تنه وژل شوي دي
پولیس مطابق تیره شپه د میرانشاه په همزونی کلي کښې نامعلومه وسلوالو قبائلې رهنما ملک افسر خان په ډزو وژلې دے ،ملک افسر خان د همزونی قبیلې چیف وو
بلخوا د میرانشاه په پاکستان مارکيټ کښې هم د ډزو واقعه مخې ته راغلي چې په نتيجه کې ئې میردارے خان وزیر نومي تن وژلې شوے دے،پولس وائې چې د وژلې شوې تن تعلق د انغر کلی سره دې
دواړو پيښو نه پس وسله په تيښته کښې کامياب شوې دې،پوليس د دواړ پيښو ايف آئې آر درج کړې دے