شمالي وزیرستان کې هم د‌ ازادۍ ورځ ملي جوش او جذبې سره ولمانځل شوه

شمالي وزیرستان کې هم د‌ ازادۍ ورځ ملي جوش او جذبې سره ولمانځل شوه، په مختلفو سیمو کې رنګا رنګ دستورې او روايتي اتڼونه شويدی
د ازادۍ ورځې مرکزي تقریب د میرانشاه په يونس خان سپورټس کمپلیکس کې شوې چې پکې جی او سی سیون ډویژن میجر جنرل نعیم اختر، د ریلیف او ابادکارۍ صوبايي وزير محمد اقبال وزیر، کمانډنټ ټوچی سکاوټس کرنل عثمان حیدر، ډپټی کمشنر شاهد علي خان، د مختلفو محکمو چارواکي، مشران، د تعلیمي ادارو زده کوونکو په ګن شمير کې شرکت اوکړو. په دې موقع د لوبو نندارې هم اوشوې. د دې ترڅنګ وزیر ریلیف او ابادکاري اقبال وزیر، پولیس افسرانو او عامو خلکو روايتي اتڼ هم واچولو. دې نه اګاهو تیره شپه په يونس خان سپورټس کمپلیکس کې د څوارلسم اګست خوشالۍ په موقع د آتش بازی زبردسته مظاهره هم اوشوه. د میرانشاه نه علاوه په غلام خان، میرعلي ، سپین وام او رزمک کې هم د ازادۍ ورځې په مناسبت مختلفی دستورې او ریلیانی شوی چې پکې خلکو د د نن ورځې په اهميت رڼا اچولې‌