شندور فيسټيول کښې دويم پولو ميچ کښې ګلګت سي چترال سي ته ماتې ورکړي

شندور فيسټيول کښې دويم پولو ميچ کښې ګلګت سي چترال سي ته ماتې ورکړي

د دنيا ټولو نه بلند ترين پولو ګراوند شندور فيسټيول شاندار آغاز شويدې ,د پولو ټورنمنټ دويم ميچ کښې ګلګت سي ټيم چترال سي ټيم ته خوندورې مقابلي نه پس دري په مقابله کښې شپږ ګولونو سره ماتې ورکړيدې
شندور پولو فيسټيول کوم چې خپل اوچتوالي او بهترين موسم له وجې شهرت لري ،سطح سمندر نه دولس نيم زره فټه اوچت ګراونډ کښې د فيسټيول پرانسته پرون وزير اعلي محمود خان کړې ده ، په فيسټيول کښې پولو،پيرا ګلائيدنګ ،کارريسنګ نه علاوه يو شيمر مقابلې کيدونکې دي ،د پولو ټورنمنټ دويم ميچ چترال سي او ګلګت سي ټيم ترمنځه لوبيدلې ،ميچ کښې ګلګت سي ټيم چترال سي ټيم ته درې ګولونو سره ماتې ورکړې ،دې سره ګلګت سي د ټورنمنټ آغاز کښې خپل اولنې برئې ترلاسه کړيدې ، پرون شوي ميچ کښې چترال ون ګلګے ون ته ماتي ورکولو سره خپله اولنې کاميابي رجسټرډ کړے ده