شنګهائي تعاون تنظيم اجلاس کښې د مودي او عمران خان ملاقات هيڅ پروګرام نيشته

شنګهائي تعاون تنظيم اجلاس کښې د مودي او عمران خان ملاقات هيڅ پروګرام نيشته

بهارتي خارجه وزارت ترجمان رويش کمار وئيلې دي چې راتلونکې هفتے شنګهائي تعاون تنظيم په اجلاس کښې بهارتې وزيراعظم مودي او د عمران خان ملاقات هيڅ پروګرام نيشته
شنګهائې تعاون تنظيم اجلاس راتلونکے هفتے ديارلسم نه څوارلسم جون پورې بشکک کښې منعقد کيږي، چې په کښې مختلف ملکونو مشرانو نه علاوه پاکستان او بهارت وزارے اعظم هم ګډون کوي
بهارتي خارجه وزارت ترجمان رويش کمار ميډيا سره خبرو اترو کښې اوئيل چې بشکک کښې د دواړو مشرانو ترمينځه هيڅ ملاقات نه دے ټاکلې شوي
واضحه دي وي چې تيرو ورځو کښې بهارتي ميډيا خبرونه خوره کړي وو چې شنګهائې تعاون تنظيم راتلونکے اجلاس کښې نريندر مودي او د عمران خان ترمينځه ملاقات کيدې شې، چې په کښې دواړو ملکونو ترمينځه په تعلقاتو مهم خبري اتري کيدې شي