شنګهائي تعاون تنظيم سرابراه اجلاس کښې د ترهه ګرۍ هر شکل او کارروائي مذمت شوي

شنګهائي تعاون تنظيم سرابراه اجلاس کښې د ترهه ګرۍ هر شکل او کارروائي مذمت شوي، غونډه کښې نړي والا ورولۍ لخوا ترهه ګرۍ پر ضد کوششونو کښې عالمي تعاون مضبوطولو باندي زور هم راوړې شويدې ،اجلاس کښې د دهشت ګردۍ خلاف جامع اقدامات پورته کولو باندي هم غور شوي
کرغزستان ښار بشکيک کښې شنګهائي تعاون تنظيم نورلسم سربراه اجلاس سر ته رسيدلې، د کوم ورستو چي اعلاميه جاري شويده
اعلاميه کښې د هر قسم ترهه ګرۍ غندنه شوي او وئيلي شوي چي ترهه ګرۍ خلاف عالمي تعاون دي د اقوام متحده قراردادونو او کاونټر ټيرر سټريټيجي تحت اوکړې شي
اعلاميه ترمخه دهشت ګردي خلاف عالمي تعاون دي بغير د څه سياسي مقاصد حاصولو اوکړې شي او دي سلسله کښې دي د تمام رياستونو خود مختارۍ او ازادۍ احترام هم اوساتلې شي
اعلاميه کښې دا هم وئيلي شوي چي ترهه ګرۍ خاتمي لپاره رکن ملکونو له جامع اقدامات پورته کول پکار دي او چي کوم ملکونه د ترهه ګر تنظيمونو سره مرسته کوي بائد چي هغه هم په ډاګه کړې شي