شهبازشريف وئيلې دي چې ان هاؤس تبديلې آئيني، قانوني او د پارليمنټ حق دې

شهبازشريف وئيلې دي چې ان هاؤس تبديلې آئيني، قانوني او د پارليمنټ حق دې

په برطانيه کښې موجود د اپوزيشن ليډر شهبازشريف په وفاقې حکومت نيوکې کړې او وئيلې دي چې وفاقې حکومت په هر محاز ناکامه شويدې، ان هاؤس تبديلې آئيني، قانوني او د پارليمنټ حق دې
د اپوزيشن ليډر او د مسلم ليګ ن صدر شهبازشريف وئيلې چې د پاکستان صورت حال انتهائي تشويشناک دې، اوړو او غنمو نرخونه اسمان سره خبري کوې، د غنمو ذخائر چرته دې ولې اسمګل شويدې
هغه اوئيل چې اوويه کاله تاريخ کښې نن د ټولو نه زيات نرخ د اوړو دې او ميلاويږي هم نه، اوړه په هر کور کښې استعماليږې خو نن عام کس د اوړو نه محرومه دي، د هغو په دور کښې به ريکارډ غنم پيدا کيدل بلکه ايکسپورټ کيدل به خو نن ملک د غنمو او اوړو بحران سره مخ دې
شهبازشريف اوئيل چې د تحريک انصاف وفاقې حکومت په هر محاذ ناکامه شويدې، داسې صورت حال کښې ان هاؤس تبديلي نه غير قانونې ده او نه غير سياسې،ان هاؤس تبديلې آئيني، قانوني او د پارليمنټ حق دې
هغه زياته کړه چې د نوازشريف ميډيکل ټريټمنټ روان دې، الله دے هغه ته صحت ورکړي، مه او مريم نوازخلاف ريفرس نيب او د نيازې ګهټ جوړ دې