شهباز شريف او راجه ظفر الحق په مشرې کښې د اپوذيشن سينټرانو مهمه غونډه شوي

قائد خزب اختلاف ميا شهباز شريف او راجه ظفر الحق په مشرې کښې د اپوذيشن سينټرانو مهمه غونډه شوي چي پکښې د چيئرمين سينټ صادق سنجراني خلاف تحريک عدم اعتماد باندي صلاح مشورې شويدي
قامي اسمبلې کښې اپوذيشن ليډر ميا شهباز شريف او راجه ظفر الحق په مشرې کښې د اپوذيشن سينټرانو مهم اجلاس پارليمنټ هاوس اسلام آباد کښې شوي چي پکښې د مسلم ليګ ن او پيپلزپارټې سينټرز او اراکين اسمبلي ګډون کړيدې
اجلاس دوران د چيئرمين سينټ صادق سنجراني خلاف تحريک اعتماد پشمول په نورو سياسي چارو غور شوي او دې لړ کښې مهمې فيصلې شويدي
اجلاس نه وړاندې خبريالانو سره ميا شهباز شريف د وزيراعظم دوره امريکه باندي د خبرو نه انکار کړې او وئيلي دي چي د عمران خان امريکې دورې باندي خبرې کول وخت ضائع کول دي