شهباز شريف بيګم کلثوم نواز جسد خاکي پاکستان ته راوړلو لپاره لندن ته تلې دي

0
45

د پنجاب پخواني وزيراعلي شهباز شريف بيګم کلثوم نواز جسد خاکي پاکستان ته راوړلو لپاره لندن ته تلې دي ، شهباز شريف به بيګم کلثوم نواز ميت سره جمعي په سحر وطن ته واپس راځي
تفصيلاتو ترمخه پخواني وزيراعلي پنجاب ميا شهباز شريف لندن ته تلي دي چرته چي به هغه خپل رور پښواني وزيراعظم ميا نواز شريف ميرمن بيګم کلثوم نواز ميت پاکستان ته واپس راوړي
ميا شهباز شريف د حسن نواز او حسين نواز د بيګم کلثوم نواز ميت سره ملک ته د واپس نه راتلو د خبر تصديق کړيدې
بلخوا په نور خان ايئر بيس پنډۍ کښې د خبرو په وخت مريم نواز وئيلي دي چې د مور د وفات خبر راته ډير تکليف رسولې دې او ټوله ورځ مې سخت سوخت کښي تيره کړيده
مريم نوازدا هم وئيلي دي چي په دې سخته خفه يم چي مور سره په اخري وخت کښې موجود نه ووم، د کلثوم نواز په ذکر د مريم نواز په سترګو کښې اوښکې راغلې او وئې وئيل چي د مور د انتقال د خبر نه پس مې ټوله ورځ په سخت تکليف کښې تيره کړيده
مريم نواز خپلو خبرو کښې د خپلې مور د درجاتو بلندې لپاره قام ته د دعاګانو اپيل هم کړيدې