شهنشاه غزل مهدى حسن يو نويه يمه کليزه نن نمانځلے کيږى

0
22
شهنشاه غزل مهدى حسن يو نويه يمه کليزه نن نمانځلے کيږى

شهنشاه غزل مهدى حسن يو نويه يمه کليزه نن نمانځلے کيږى ،ګوګل هغه ته ډوډل په ذريعه خراج تحسين وړاندې کړيدې

شهنشاه غزل مهدې حسن جدت، روايت او نوې تجربو سره ګائيګې ته يو نوې اسلوب ورکړے وو، هم دا وجه ده چې نړۍ کښې څوک هم اردو ګائيګي نه واقف دې هغوى مهدې حسن هم پيژنې
پيار بهرے دو شرميلے نين په شان زرګونو سندرو ته خپل آواز ورکونکے شهنشاه غزل مهدې حسن اتلسم جولائې کال نورلس سوه اوويشت کښې راجهستان کښې ځګيدلې وو
هغه کال نورلس سوه پنځه ديرش کښې صرف د اتو کالو عمر کښې ګلوګارې آغاز کړے وو، او تقسيم هند نه پس پاکستان ته راغلے وو ، مهدى حسن کراچۍ کښې ريډيو پاکستان نه د خپل فن آغاز کړے وو
د هغه سندره اک حسن کې ديوې سے مجهے پيار هوا تها،، دومره مشهوره شوه چې نن هم مهدې حسن د ټولو نه زيات مشهور سندرو کښې سر فهرست ده
مهدې حسن خپل ژوند کښې پنځويشت زره نه زيات فلمې و غير فلمې سندرې، غزل وئيلى دى
هغه ته تمغه امتياز، ستاره امتياز او تمغه حسن کارکردګې په شان اعزازات هم ورکړے شوې وو، هغه پاکستان کښې د ګائيګې شهنشاه وو
اوږده د ناروغتيه لوجې مهدې حسن د جون په ديارلسمه نيټه کال دوه زره دولسم کښې کراچې کښې يو هسپتال کښې څلور اتيا کالو عمر کښې دنيا نه سترګے پټې کړے وې