شوکت ترين د وزيراعظم عمران خان مشيربرائے خزانه مقرر

شوکت ترين د وزيراعظم عمران خان مشير برائے خزانه مقرر شويدې او دې لړ کښې نوټيفيکيشن هم جاري شويدے، نوټيفکيشن مطابق د شوکت ترين عهده به د وفاقي وزير برابر وي

د کابينه ډويژن طرف نه جاري شوے نوټيفکيشن مطابق شوکت ترين د خزانے او ريوينيو لپاره د وزيراعظم مشير ټاکلې شويدے نوټيفکيشن کښې وئيلي شوي چې د شوکت ترين عهده به د وفاقي وزير برابر وي ياده دې وي چې شوکت ترين شپږ مياشتو لپاره وفاقي وزير خزانه مقرر شوې وو اود دغه څوکۍ شپږ مياشتو موده په شپاړسم اکتوبر ختم شوې وه