شوکت خانم هسپتال سره په مرستے کولو فخر محسوس کوى ،فيليپو ګرينډى

0
22
شوکت خانم هسپتال سره په مرستے کولو فخر محسوس کوى ،فيليپو ګرينډى

دشوکت خانم کينسر هسپتال اينډ ريسرچ سينټر چيف ايګزيکټيو ډاکټر فيصل سلطان وئيلى دى چې په شوکت خانم هسپتال کښې دپاکستان نه علاوه د افغانستان کينسر مريضانو علاج هم کولې شى بلخوا د مهاجرينو دپاره د اقوام متحده هائى کمشنر فيليپو ګرينډى وئيلى دى چې د شوکت خانم هسپتال سره په مرستے کولو هغوى فخر محسوس کوى
دپيښور حيات آباد شوکت خانم ميموريل کينس هسپتال کښې يوه دستوره اوشوه چې پکښې دهسپتال د اعلى چارواکو تر څنګ دمهاجرينو دپاره دمتحده قامونو هائى کمشنر فيليپو ګرينډى ګډون اوکړو،غونډى ته خپله وينا کښې دشوکت خانم ميموريل کينسر هسپتال سى اى او ډاکټر فيصل سلطان اووئيل هرکال د شپيته زرو نه تر يو لک پورى خلک د کينسر مرض له وجى مړه کيږى او شوکت خانم يو ماډل انسټى ټيويټ دے په کوم کښې چې دبے وسه خلکو فرى علاج کولې شى ډاکټر فيصل سلطان اووئيل چې پاکستان کښ ېکينسر عام دې په کوم کښې چې زياتره د بريسټ کينسر مريضان دى
دستورى ته د متحده قامونو هائى کمشنر فيليپو ګرينډى اووئيل چې دوى ته د شوکت خانم غوندى ادارى سره په مرستى کولو فخر دې او متحده قامونه دى هسپتال سره د بنيادى انسانى حقونو په بنياد امداد کوى،دوى اووئيل چې پاکستان د ترهګرۍ او افغان مهاجرينو له وجى ډير متاثره شوې غونډى ته خپله وينا کښې نامتو پاکستانى اداکارى ماهره خان اووئيل چې شوکت خانم دوى خپل کور ګنړى او هريو تن ته د شوکت خانم سره مرسته ملګرتيا کول پکار ده
روستو د شوکت خانم ميموريل کينسر هسپتال او متحده قامونو اعلى چارواکو او نامتو اداکارې ماهره خان په شريکه د ريډيالوجى وارډ افتتاح اوکړه او دهسپتال پرمختګ دپاره ئې دعا اوغوښته.