شيخ حسينه واجد په دريم ځل د بنګلاديش د وزيراعظمي په حيث سوګند پورته کړيدې

0
36

شيخ حسينه واجد په دريم ځل د بنګلاديش د وزيراعظمي په حيث سوګند پورته کړيدې، ځکه چې د هغي پارټي عوامي ليګ د تير کال په ديرشتم نومبر شوي ټاکنو کښې واضحه بري تر لاسه کړي وو
بنګلاديش کښې شيخ حسينه واجد په دريم ځل د وزير اعظمي د څوکې سوګند اوچت کړي د بنګلاديش صدر محمد عبد الحامد د حسينه واجد نه حلف واخيستو د کوم ورستوچي وزيرانو او نائب وزيرانو هم حلف اوچت کړو
د وزيراعظمي شيخ حسينه واجد کابينه به په څليرشت وزيرانو او نوولس وزرائے مملکت باندي مشتمل وي
ټاکنو کښې حکمران ګرينډ الائنس په شپږ نوې فيصده نشستونو کاميابي تر لاسه کړي وه،اپوزيشن پارټو حکمران جماعت باندې ووټرانو له دهمکې او د دهاندلي الزامونه لګولي وو ولي حسينه واجد اينډ کمپني دغه ټول الزامات مسترد کړي وو