شيخ رشيد د ورکوټي اختر په موقع درے خصوصي ټرينونو چلولو اعلان کړے

0
24
شيخ رشيد د ورکوټي اختر په موقع درے خصوصي ټرينونو چلولو اعلان کړے

ريلوے وفاقي وزير شيخ رشيد د ورکوټي اختر په موقع درے خصوصي ټرينونو چلولو اعلان کړي
لاهور ريلوے هيډکوارټر کښۍ خبري غونډي په مهال شيخ رشيد وينا وه چي په اختر کښي ريل ګاډو کښي سفرکونکو مسافرو لپاره به کرايه پنځوس فيصده کمه وي
ريلوے محکمه کښي ملازمينو بهرتيانو متعلق ريلوے وفاقي وزير شيخ رشيد زياته کړه چي ريلوے کښي تعيناتو لپاره دولس لاکه پورے درخواستونه ميلاو شوي دي خو بهرتياني به قرعه اندازي په زريعه کولے شي
د يو سوال په جواب کښي شيخ رشيد اوئيل چي اخترپنځلس ورځو پورے د ريلوے زمکه واګزار کولو کاربه مکمل کړے شي
هغوي زياته کړه چي سرکلر ريلوے متعلق سندهـ حکومت بغير د څه وجي ما په نښه کوي او ريلوے ټريک دواړه طرفونو ټاکلي شوي ځايونه به زر تر زره خالي کوو
وفاقي وزير شيخ رشيد مخکي وئيلي چي که سنده حکومت مونږ ته دوه سوه اوه اربه روپے راکړي نو سبا نه به په سرکلر ريلوے باندے کار شروع کړو او سرکلر ريلوے کښي دے سياست نه ډډه اوکړے شي