شيخ رشيد شهباز شريف د پبلک اکاونټس کميټۍ چيئرمين جوړولو په حکومتې فيصله تنقيد کړے دے

0
23

د ريلوے وزير شيخ رشيد شهباز شريف د پبلک اکاونټس کميټۍ چيئرمين جوړولو په حکومتې فيصله تنقيد کړے دے،شيخ رشيد وائې چې حکومت پيشو د پئيو څوکيداره کړه،که چرے شهباز شريف ايماندار دے نو بيا ن ليګ کښې څوک هم بے ايمانه نيشته، دريلوے متعلق شيخ رشيد وئيلي دي چې رحمان بابا ايکسپريس به د دسمبر درې ويشتمې نيټې نه پيښور نه کراچۍ ته روانيږي
دا خبرې د ريلوے وزير شيخ رشيد لاهور کښې ميډيا سره خبرو اترو پرمهال کړيدي
د شيخ رشيد ويناوه چې حکومت لخوا پي اے سي چيئرمين شپ شهبازشريف ته ورکولو مخالف يم ولې چې که شهباز شريف ايمانداره سياستدان نه دې او که چرې شهباز شريف ايمانداره وي نو بيا خو ټول ن ليګ څوک هم بے ايمانه نشته دے
شيد رشيد اووئيل چې دا خو داسې فيصله شوه چې د پيئو څوکيدارۍ لپاره څوک د پيشو انتخاب اوکړي
شيخ رشيد د خپل پريس کانفرنس دوران ريلوے ذکر هم کړے او وئيلي دي چي درې ويشتم دسمبر نه به رحمان بابا ايکسپريس ټرين پيښور نه کراچۍ ته روانيږي