شيخ شيد او چينى وزير پبلک سيکيورټى ترمينځه په ټيلى فون رابطه

د وزير داخله شيخ رشيد او د چين د وزير پبلک سيکورټي ترمينځه ټيلي فوني رابطه شوي،دوانړو وزيرانو په داسو بس حادثه باندې خبري کړي او په تحقيقاتو کښې د تحقيقاتو نه ئې يو بل خبر کړے،شيخ رشيد وئيلي چې د پيښې ډير په اعلي سطح باندې تحقيقات روان دي ،ډېر زر به مکمل کړے شي

د وزير داخله شيخ رشيد او چيني وزير تر مينځه په ټيلي فوني رابطه کښې داسو پيښه کښې په انساني زيان باندې د افسوس اظهار شوے،شيخ رشيد چيني وزير ته وئيلي چې د پيښې په اعلي سطح باندي تحقيقات روان دي،دے لړکښې حکومت پاکستان د چين تحقيقاتي ټيم سره هم هر قسمه تعاون کوي تر څو اصلي حقائق ته اورسي وزير داخله شيخ رشيد احمد چيني هم منصب ته باور ورکړے چي پاکستان به دلته کارکونکي ټولو چينيانو ته فول پروف سيکيورټي ورکوي او دا چې شرپسند طاقتونه به د پاکستان او چين ترمينځه د ورورولۍ او دوستۍ تعلقاتو ته نقصان رسولو ته پرے نه ږدو