شيرين مزاري د امريکے د سفير طورخم ته په تلو نيوکي کړي

شيرين مزاري د امريکے د سفير طورخم ته په تلو نيوکي کړي،د ډونلډبلوم تصوير ئې شيئر کړے،وائي چې د امريکے سفير سره د لښکره د پاکستان حساس ځائے ته بوتللے کيږي،بريفنګ ورته ورکړے کيږي،سور قالين ورته غوړيږي،په دغې ځايونو کښې خو يو عام پاکستانے قدم هم نشي کيښودے،آيا مونږ غلامان يو؟آيا د امريکے سفير ډونلډ بلووم وائسرائے دے؟

د تحريک انصاف مرکزي مشرې شيرين مزاري پخپل ټويټر اکاونټ باندې د امريکے د سفير طورخم ته د سفر عکسونه خپارۀ کړي،وئيلي ئي دي چې د امريکے سفير ته سره د لښکره د پاکستان په حساسو سيمو باندې فضائي دوره ورکړے شوه،هغۀ د جاز نه لاندې ټولې علاقے اوکتلے،هلته ورله بريفنګ هم ورکړے شو او په زمکه ورته سور قالين هم اوغوړولے شو ډاکټر شيرين مزاري وئيلي چې په دغه حساسو علاقو باندې خو يو عام پاکستانے قدم هم نشي کيښودے،آيا مونږ غلامان يو،آيا د امريکے سفير وائسرائے دے؟آيا د امريکے د سفيرنوم او تکبر په مونږ ټولو د پاسه دے؟وائي چې د حکومت د بدلولو په لړ کښې شوي د امريکا د سازش يوه بله نکته پوره شوه دا په داسي حال کښي ده چې د امريکے سفير هم په دغه سفر کښې په پيښور کښې د صوبے د وزيراعلي محمود خان سره ملاقات کړے وو او په يو تقريب کښې ئي د تحريک انصاف حکومت ته دصحت محکمے لپاره شپږ ديرش ګاډي ورکړي وو