شيري رحمان د وزيراعظم غيرملکي مشيرانو او وزيرانو نه د استعفي مطالبه کړي

شيري رحمان د وزيراعظم غيرملکي مشيرانو او وزيرانو نه د استعفي مطالبه کړي

د پاکستان پيپلزپارټۍ مشرې شيري رحمان هم غيرملکي مشيرانو او وزيرانو نه د استعفي مطالبه کړي،شيري رحمان وائي چې وزيراعظم بل ته مسئلې کوي او په خپله پرې عملې ،خان صېب خو به خپله وئيل چې غبرګ شهريت لرونکي تنان وزيران او مشيران نشي جوړيدے ،نن ولې وزيراعظم خپلې خبرې ته اهميت نه دې ورکړې
د پاکستان پيپلز پارټۍ مشرې شيري رحمان په خپل يو بيان کښې د وزيراعظم غيرملکي معاون خصوصي او مشيرانو نه د استعفي مطالبه کړيده
شيري رحمان په خپل يو بيان کښې وائي چې وزيراعظم عمران خان د خپلو خبرو نه پشا شوې ،ځکه ئې نن په کابينه کښې غيرملکي مشيران او وزيران ناست دي ،وزيراعظم خو به وئيل چې غبرګ شهريت لرونکي تنان وزيران او مشيران نشي جوړيدے ،نن وزيراعظم خپلې خبرې ته ولې اهميت نه ورکوي
شيري رحمان سوال پورته کړې چې غبرګ شهريت لرونکي خلقو ته ولې او د کوم قانون د لاندې عهدې ورکړې شويدي
شيري رحمان دا هم وئيلي دي چې آيا په نوي پاکستان کښې او په خاصه توګه تحريک انصاف کښې دومره د قابل خلقو کمې دې چې د بهر نه ورته خلق راولي او بيا ئې مشيران جوړوي