شين واټسن پي ايس ايل فائيو لپاره پاکستان ته راتلو اعلان کړے

شين واټسن پي ايس ايل فائيو لپاره پاکستان ته راتلو اعلان کړے

د پاکستان سپر ليګ پنځم ايډيشن لپاره آسټريليا سره تعلق لرونکي سابقه ټيسټ کرکټ شين واټسن پاکستان ته راتلو اعلان کړيدے ، شين واټسن وائي چې د پي ايس ايل فور فائنل کښې کراچۍ خلقو هغه ته ډيره مينه ورکړې وه او پاکستان کښې د سيکيورټي انتظامات هم بهترين وي
يو انټرويو کښې شين واټسن د پاکستان راتلو تصديق کړے او وئيلي دي چې د پاکستان سپرليګ پنځم ايډيشن ټول ميچونو پاکستان کښې لوبولو لپاره بيتاب دے
شين واټسن اووئيل چې پي ايس ايل ټورنامنټ يو مشکل ټورنامنټ دے او بهترين باؤلران پکښې مخې ته راغلي دي
سابقه آسټريلوي آل راؤنډر مخکښې وئيلي دي چې پاکستان کښې د سيکيورټي انتظامات هم بهترين وي ، غواړم چې بيا په پاکستان کښې کرکټ اولوبوم