صبا له به اتحادي حکومت ناسته کوي او دمخکښي تلو لائحه عمل به ټاکي، وزيرقانون

په ملک کښې دوه اسمبليانې د يو سړي ذاتي انا لوجې تحليل شوې،وزيرقانون

وفاقي وزيرقانون اعظم نذيرتارډوئيلي چه دسياسي او معاشي بحران سره که چري آئيني بحران هم راغلو نو صورتحال به مشکل شي،د اعظم نذيرتارډ وينا ده چه صبا له به اتحادي حکومت ناسته کوي او دمخکښي تلو لائحه عمل به ټاکي

اسلام آباد کښي وفاقي وزيرانو رانا ثنا لله او مريم اورنګزيب سره شريک خبري غونډي ته وزير قانون اعظم نذيرتارډاوئيل چه دعدالت ننې سماعت د ټولو وړاندي دې ښکاري داڅي چه دامسله ديوبحران شکل اختياروي، هغه زياته کړه چه داپوزيشن مشرانوله داماحول جوړول هم پکار نه وو
وفاقي وزير قانون اوئيل چه دسياستدانانو خپلو کښي د کيناستو نه مونږ چري هم انکار نه دے کړي
وزير قانون اوئيل چه دحقيقت نه سترګي نشي پټيدي، سپريم کورت په نهه رکني بنچ کښي دڅلورججانو فيصلې نه ثابت شوه چه پټيشن خارج شوي، وائي چه داپوزيشن مشرانوله داماحول جوړول هم پکار نه وو ولي چه اوس دامسله ديوبحران شکل اختياروي،
د پريس کانفرنس دوران د وزيرقانون قانون وينا وه چه ښه به دا وو چه په دي معاملے فل کورټ جوړ شوي وي ولي چه اوس خوجسټس امين الدين هم ځان د بنچ نه بيل کړي دے ،وزيرقانون اوئيل چه نه يوازي زمونږ بلکه دټولو بارکونسلز دا ستدعا وه چه معامله دي فل کورټ بنچ اوګوري