صدارتى نظام نافذ کولو لپاره دائر درخواست ناقابل سماعت

سپريم کورټ آف پاکستان ملک کښې صدارتي نظام نافذ کولو لپاره دائر شوي درخواستونه ناقابل سماعت ګرځولي دي،عدالت وئيلي چې درخواستونو کښې سياسي نقطه ښودلې شوي، عدالت په دې بنياد سياسي نظام بدلولو اختيار نه لري

سپريم کورټ آف پاکستان صدارتي نظام په حواله دائر شوي درخواستونو باندې فيصله وړاندې کړېده، سپريم کورټ دا درخواستونه نا قابل سماعت ګرځولي دي سپريم کورټ لخوا ريمارکس کښې وئيل شوي چې دا درخواستونه سياسي نقطه لري، سپريم کورټ سره په سياسي بنياد سياسي نظام بدلولو اختيار نشته ريمارکس کښې دا هم وئيل شوي چې آئين پاکستان جمهوري نظام حکومت ته اشاره کړي، آئين کښې صدارتي نظام لپاره هيڅ رهنمائي نسته