صدارتي اميدوار مولانا فضل الرحمان د کوئټي دوره کړې

0
9
صدارتي اميدوار مولانا فضل الرحمان به نن د کراچۍ دوره کوي

د جميت علمائے اسلام مشر او صدارتي اميدوار مولانا فضل الرحمان د کوئټي دوره کړې، دورې پر مهال ئې خبري غونډه کښي وئيلي چي په سياسي پارټيانو کښي اختلافات عام خبره ده له انتخاباتو وروستو ټولو پارټيانواختلافات هير کړي او متحد شويدي
هغه زياته کړه چي د ټولو پارټيانو سره په رابطه کښي يم او د صدارت لپاره ټولو پارټيانو ته قابل قبول اميدواريم دبلوچستان د ټولو پارټيانو حمايت ماته حاصل دی ،بلوچستان نيشنل پارټۍ او اتحادي ده حاصل بزنجو هم زما د حمايت اعلان کړی دی او دپيپلزپارټۍ سره زما خبري اتري رواني دي پيپلزپارټۍ به د مشترکه اميدوار راوړلولپاره قرباني ورکوي
د اصف علي زرداري او خورشيد شاه سره په رابطه کښي يم
خبري غونډي مهال هغه اووئيل چي زه خو د حلف اخستلو خلاف وم ليکن مشترکه فيصله مې قبوله کړه ،انتخاباتو کښي بدترين دهاندلي شوے ده او اليکشن کميشن ناکامه شوی دی
د ملکي صورتحال په اړه هغه ووئيل چي ملکي معيشت د مضبوط پاليسانوسره بدليدی شي ، دپاکستان وسائل زيات دي ليکن زموږ انحصار پر نورو هيوادونو باندي دی