صدرمملکت ډاکټر عارف علوي د هيلي کاپټر د پيښې دشهيدانو کورنو ته ټيلي فون کړے

صدرمملکت ډاکټر عارف علوي د هيلي کاپټر د پيښې دشهيدانو کورنو ته ټيلي فون کړے،وئيلي ئي دي چې مونږ ته پخپلو شهيدانو باندې وياړ دے،د دے شهيدانو د قربانيو لوجې مونږ په حفاظت کښې يو
صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د هيلي کاپټر په پيښه کښې شهيدان شوي ليفټنټ جنرل سرفراز علي ،بريګيډئير امجدحنيف ،بريګيډئير خالد ،ميجر سعيد احمد او ميجر طلحه منان د کورنيو سره په ټيلي فون باندې خبري کړي ،ورسره ئې غمرازي کړي او شهيدانو ته ئې د عقيدت پيرزونې وړاندې کړي په دے موقع د صدرمملکت وينا وه چې مونږ ته په خپلو شهيدانو باندې وياړ دے،هم د دے شهيدانو د قربانيو لوجې زمونږ ملک قائم دے،دا ټول د حق د لارې شهيدان دي او د دوي لوجې مونږ ټول په حفاظت کښې يو