صدر ، وزيراعظم ،وزير اطلاعات ،وزير مملکت برائے داخله او سياسې قائدينو د مکران هائې وے ترهګرې واقعې غندنه کړيده

صدر مملکت، وزيراعظم ،وزير اطلاعات ،وزير مملکت برائے داخله او نور حکومتې چارواکو او سياسې قائدينو په مکران کوسټل هائې وے باندې د ترهګرې واقعې غندنه کړيده،وزيراعظم عمران خان د متعلقه چارواکو نه واقعې متعلق رپورټ هم طلب کړې دے
صدر مملکت ډاکټر عارف علوې په مکران کوسټل هائې وے باندې د څوارلس کسانو بے دردې سره قتل مذمت کړې او متاثره کورنيو سره ئې غمرازې ښکاره کړې ده
وزيراعظم عمران خان هم د واقعې غندنه کړې او متعلقه چارواکو نه ئې رپورټ طلب کړې دے،عمران خان باور ورکړې چې دے پيښه کښې ککړ کسانو ته به سخته سزا ورکولې شې
د قامې اسمبلې سپيکر اسد قيصر،چيئرمين سينيټ صادق سنجرانې،وزير مملکت برائے داخله شهريار آفريدې هم د بے ګناه خلکو په وژنه د افسوس اظهار کړې
وزيراطلاعات فواد چوهدرې خپل يو ټويټ کښې وئيلې چې پيښور حيات آباد واقعه،کوئټه کښې په هزاره بردارې حمله او وس کوسټل هائې باندې پيښه د ترهګرې منظم واقعات دې،مونږ د ترهګرې خلاف جنګ کښې لوئې قربانې ورکړې خو دغه جنګ له ختم شوې نه دے،انشا الله دے ټولو واقعاتو کښې ککړ کسان به د عبرت نښه جوړولې شې
اپوزيشن ليډر شهباز شريف،د پيپلزپارټې چيئرمين بلاول بهټو زردارې،پخوانې صدر آصف علې زردارې او نورو سياسې قائدينو هم د واقعې غندنه کړې او متاثره کورنيو سره ئې غمرازې ښکاره کړے ده