صدر او وزير اعظم جنوبي وزيرستان کښې د سېکيورټي اهلکارو په شهادت افسوس

0
24

صدر مملکت ممنون حسين او وزيراعظم ناصرالملک پشمول د سياسى جماعتونو مشرانو جنوبى وزيرستان کښې شرخوښو خلاف آپريشن د سيکيورټى اهلکارو په شهادت د افسوس اظهار کړى

صدر مملکت ممنون حسين او نګران وزيراعظم جسټس (ر) ناصرالملک د جنوبى وزيرستان لدها سيمه کښې شرخوښو سره نښتې په مهال د حوالدار رزاق خان او ممتاز حسين په شهادت د افسوس اظهار کړېدے
دوى د شهيد شوى اهلکارو لواحقينو سره د غمرازۍ اظهار کړى او د ملک تحفظ لپاره د سيکيورټى اهلکارو د قربانو ئې ستائينه کړېده
دغه رنګ د پيپلزپارټۍ چيئرمين بلاول بهټو زردارى او مسلم ليګ ن مرکزى صدر ميا شهبازشريف نه علاوه د نورو سياسى پارټو مشرانو هم د حوالدار ممتاز حسين او رزاق خان په شهادت د افسوس اظهار کړېدے
سياسى مشرانو د ملک امن او سلامتيا لپاره د شهيدانو قربانۍ ستائيلى او وئيلې ئې دى چې ټول قام په خپل باتورسيکيورټى اهلکارو فخر کوى