صدر مملکت عارف علوي د عيد ميلادالنبيﷺ په موقع باندې د قيديانو په سزا کښې نوي ورځو پورې د کمۍاعلان کړې، دا منظوري ئې د آرټيکل پنځه څلوېښتم په تحت کړې،خو د قتل، جاسوسۍ او د رياست خلاف کارونو کښې ملوث کسانو په سزا کښې به کمې نه کيږي،
صدر عارف علوي د آرټيکل پنځه څلوېښتم په تحت د عيد ميلادالنبي په موقع د قيديانو په سزا کښې د نوي ورځو پورې کمې کړې، او وائي چې په قتل، اغوا، دهشت ګردۍ ملکي افراد ايکټ ، نورلس سوه شپږ څلوېښت او منشايت کنټرول ايکټ دوه زره دويشتم تر څنګ د رياست خلاف کارونو کښې ملوث کسانو په سزا کښې به کمې نه کيږي،
البته د پنځه شپيتو کالو نه زيات سړي او شپيتو کالو نه زياتې خځې چې د مودې نه په جيل کښې قيد دي د دوي په سزا کښې کمې کېدې شي
او د اتلس کالو نه کم عمر قيديانو په سزا کښې کمې راتلې شي،