صدر مملکت عارف علوي بيجنګ کښي د چين وزير اعظم سره ملاقات کړے

صدر مملکت عارف علوي بيجنګ کښي د چين وزير اعظم سره ملاقات کړے

صدر مملکت عارف علوي بيجنګ کښي د چين وزير اعظم لي کي چيانګ سره ملاقات کړے ، د چين وزير اعظم په سختو حالاتو کښي په مرسته د پاکستان د اولس او حکومت شکريه ادا کړي ده ،صدر مملکت د خپل وفد سره د پاکستاني طالب علانو سره هم ملاقات کړے دے
صدر مملکت عارف علوي او د چين وزير اعظم ترمينځه ملاقات ګريټ هال آف دي پيپل کښي شوے ۔ د چين وزير اعظم دکورونا وائرس د وبا په وخت په امداد د پاکستان د اولس او حکومت ستائنيه کړي او په داونړو ملکونو ئي د کورونا مخ نيوي لپاره په مشترکه تګ لاري جوړولو زور راوړے ۔
په دي موقع عارف علوي ووئيل چي د داونړو ملکونو تعلقات په دوانړه خيزه اعتماد قائم دي ۔ صدر عارف علوي په بيجنګ کښي د پاکستاني طالب علمانو سره هم ملاقات کړے او په سخت وخت کښي په چين کښي ايساريدو ئي دهغوي صبر و زغم وستائيلو
صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د چين نيشنل پيپلز کانګرس چيئرمين لي ژان شو سره ملاقات کړې او ورسره ئې دوه اړخيزه اړيکو او کرونا وائرس مخ نيوي په معامله خبرې کړيدي
د دواړو مشرانو ترمينځه دا ملاقات ګريټ هال بيجنګ کښې شوېدے
ملاقات دوران د پاکستان او چين ترمينځه اړيکو په پراختيا،سيمې صورتحال او په خصوصي توګه کرونا وائرس خوريدو او د دې مخ نيوي په اقداماتو خبرې شويدي