صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د نوي اسلامي کال په آغاز قام له اومبارکي ورکړي

0
18
صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د نوي اسلامي کال په آغاز قام له اومبارکي ورکړي

صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د نوي اسلامي کال په آغاز قام له اومبارکي ورکړي او د عالم اسلام لپاره ئي د نيکو خواهشاتو اظهار کړيدې،وزيراعظم عمران خان هم د نوي اسلامي کال په شروع کيدو قام له اومبارکي وکړيده
صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د نوي اسلامي کال په آغاز پيغام جاري کړيدې،خپل پيغام کښې صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د نوي اسلامي کال په آغاز ټول قام له اومبارکي ورکړې اودعا ئي غوښتې ده چي د نوي هجري کال کښې دې الله تعالي مونږ ټولو له حقيقي خوشاليانې عطا کړي،صدرمملکت خپل پيغام کښې زياته کړيده چي موجوده حکومت د ملک او قام ترقې لپاره صحيح سمت اختيار کړې او ډير زر به مونږ د خپلې ترقې اهداف ترلاسه کړو
د نوي اسلامي کال په آغاز وزيراعظم عمران خان هم خپل پيغام کښې د پاکستاني قوم او عالم اسلام لپاره د نيکو خواهشاتو اظهار کړيدې،عمران خان خپل پيغام کښې زياته کړيده چي په دې مقدسه مياشت کښې مونږ لپاره پکار ده چي صبر و برداشت،ايثار وقربانې او اعلي اقدار باندي عمل وکړو