صدر مملکت ګلګت بلتستان کښي په اتلسم اگست دعام انتخاباتو منظوری ورکړي

صدر مملکت ګلګت بلتستان کښي په اتلسم اگست دعام انتخاباتو منظوری ورکړي

صدر مملکت ګلګت بلتستان کښي په اتلسم اگست دعام انتخاباتو منظوری ورکړي د ګلګت بلتستان قانون ساز اسمبلي خپل ائيني موده پوره کولو روستو په څليريشتم جون تحلیل شوي وه
ایوان صدر نه جاري شوي بيان ترمخه صدر ډاکټر عارف علوي د ګلګت بلتستان قانون ساز اسمبلۍ عام انتخابات لپاره اتلسم اګست د پولنګ ډے په توګه منظوری ورکړي
د ګلګت بلتستان اسمبلي خپل ائيني موده پوره کولو روستو په څليريشتم جون تحلیل شوي وه اووزیراعظم پاکستان او د ګلګت بلتستان کونسل چیئرمین عمران خان ،میر افضل دګلګت بلتستان نګران وزیراعلیٰ مقرر کړي وو
دقانون ساز اسمبلۍ انتخابات راتلونکي شپيته ورځو کښي کول ضروري دي ،اسلام آباد اوجي بي اليکشن کميشن دګلګت بلتستان په څليريشت حلقو کښي دا انتخاباتو کولو زمه وار دي
بلخوا وفاقی وزیر برائے امور کشمیر او ګلګت بلتستان علی امین ګنداپور په حواله ميډيا رپورټس کښي وئيلي شوي چه اليکشن کميشن به اوس دافيصله کوي چه آيا د کورونا وائرس صورتحال دوران انتخابات ترسره کول ممکن دي او که نۀ ،