صدر ممنون حسين اته پنځوس افسرانو ته سول او عسکرى اعزازات ورکړى

0
32
صدر ممنون حسين د پاک فضائيه وړومبې شهيد پائيلټې مريم مختار پشمول اته پنځوس افسرانو ته  سول او عسکرى اعزازات ورکړى دى
ايوان صدر کښې شوى دستورې پرمهال صدر ممنون حسين ترهه ګرۍ خلاف جنګ او ژوند نورو شعبو کښې غوره کارکردګى ښودونکى پوځى افسرانو ته هلال امتياز،ستاره امتياز،تمغه بسالت،تمغه امتيازملټرى، ستاره بسالت او تعريفى اسناد ورکړل
دستوره کښې د درې واړو پوځيانو مشرانو،وفاقى وزيرانو او بهرملکى سفارتکارو ګډون کړېدے
صدارتى ترجمان ترمخه اعزازات ترلاسه کونکو کښې يوؤلس شهيدان او يوؤلس غازيان شامل دى
دغه شان ائيرپورټ سيکيورټى فورس ته دويشت اعزازت هم ورکړې شول
د شهيد ځوانانو اعزازات د هغوى والدينو او د شهيدانو پلارانو اعزازات د هغوى اولاد او نور خپل خپلوانو ته ورکړے شول
اعزاز ترلاسه کونکو کښې د پاک فضائيه وړومبې شهيده پائيلټه مريم مختار هم شامله وه