صوابي : ټوپي شګي خوړ نه د دريو کالو ماشومې مړے ملاؤ شوي

صوابي ټوپي شګي خوړ نه د دريو کالو ماشومې مړے ملاؤ شوي

د صوابي ټوپي شګي خوړ نه د دريو کالو ماشومې مړے ملاؤ شوے، پوليس د وينا مطابق ماشومه د اوبو ډنډ ته پريوتي وه ، د کوم په وجه چې دغه ماشومه پحق رسيدلې ده، ولې د مرګ اصل وجوهات به د پوسټ مارټم رپورټ وروستو معلوميږيإ ټوپي شګي خوړ کښې ډنډ نه دريو کالو ماشومي فاطمه مړے ملاؤ شوے، د ماشومي د پلار د وينا تر مخه ماشومه سحر اته بجي د کوره وتي وه او لګه شيبه بعد ئے د اوبو د ډنډ نه مړے ملاؤ شو، د ماشومې په بدن د زخم نشانات وو، پوليس مړے د پوسټ مارټم لپاره ايچ ايم سي پيښور ته ليږلے دے، ايس پي انسوټي ګيشن هم د جائے وقوعه دوره کړېده، په دي موقع د ايس پي انوسټي ګيشن بنارس خان وينا وه چي د ظاهر نه لګي چي ماشومه اوبه ته پريوتې د کوم په وجه چې پحق رسيدلې خو ولې د پيښي پلټني جاري او د پوسټ مارټم رپورټ نه پس به د واقعي د اصل وجوهات معلوم شي