صوابي کښي د امن امان په حواله د سياسي جماعتونو سول سوسائټي او وکلا تنظيمونو په شمول د وکلا برادري يو شريکه غونډه شوي

صوابي کښي د امن امان په حواله د سياسي جماعتونو سول سوسائټي او وکلا تنظيمونو په شمول د وکلا برادري يو شريکه غونډه شوي۔ په کومه کښي چي د امن امان په خراب صورتحال د تشويش اظهار شوي۔
شريکه غونډه کښي د سياسي ګوندونو مشرانو او يو شمير د سول سوسائټي او وکلا تنظمونو ګډون کړي وو ۔ غونډه کښي مشرانو ووئيل چي صوابي کښي د امن امان صورتحال د تشويش وړ دے ولے بل حواه مقامي انتظاميه امن امان په ځائے کولو کښي ناکامه شوي هغوي ووئيل که چرے د مقامي انتظاميه د امن امان په ځائے کولو لپاره په وخت خپلي ذمه داري تر سره کړي وي نو نن با د ضلعي امن امان تر دے حد خراب شوي نه وو هغوي ووئيل چي دوي با د ضلع د امن امان صورتحال نور خرابيدل برداشت نه کړي او که چرے انتظاميه او امن امان په ځائے کوونکي ادارو خپلي ذمه د اري تر سره نه کړي نو دوي مجبور دي چي خپلي ذمه داري خپله تر سره کړي غونډه کښي د ضلعي مجموعي امن امان په ځائے کولو لپاره په شريکه د کوششونو عمل جاري ساتلو فيصله هم شوي