صوابي کښ د ايکسويټر باکټ د بجلي تارونو سره جنګيد لوجي دوه کسان مړه شوي

صوابي کښ د ايکسويټر باکټ د بجلي تارونو سره جنګيد لوجي دوه کسان مړه شوي

د صوابي بيسک دړه کښ ايکسويټر باکټ د بجلي تارونو سره جنګيدلے دے چي د وجي ئے دوه کسان د ټکه سره مړه او يو ژوبل شوے دے په مړو کسانو کښ د ايکسويټر مالک او هيلپر هم شامل دے
د انډسټريل اسټيټ پوليس د وينا تر مخه دلاور نومي تن کوم چي د ايکسويټر مالک او آپريټر هم وو په بيسک دړه کښ په پټي کښ کار کولو چي د ايکسويټر باکټ تري د بجلي ګياره هزار لائن سره جنګيدلے چي له وجي ئے دلاور ، مغبور الله د ټکه سره مړه او د دلاور رواره ژوبل شوے دے ژوبل تن علاج د پاره هسپتال ته منتقل کړے شوے دے بل خوا د واپډي اهلکاران د پيښي ځائے ته نه دي تلي او نه ئے بجلي بنده کړي ده چي لوجي ئے اولس کښ د غم او غصي لهر خور شوې دې پوليس د پيښي په اړه پهلټني شروع کړيدى