صوابۍ کښې جماعت اسلامى کارکنانو د ګرانۍ خلاف احتجاجى مظاهره کړې

صوابي کښي د جماعت اسلامي د سوري لاندے د ګراني ، بے روزګاري او بدمني په ضد احتجاجي مظاهره شوي احتجاجي مظاهرے په وخت احتجاجي مظاهر چيانو د حکومت په ضد نعري هم وهلي

صوابي امن چوک کښي د جماعت اسلامي له حواه احتجاجي مظاهرے تا د جماعت اسلامي صوابي امير ميا افتحار الدين باچا ، نائب امير سعيد زاده يوسفزئي او واجد علي شاه په شمول يو شمير مقامي مشرانو په خپله ووينا کښي ووئيل چي اولس د موجوده حکومت د تبديلي نا تنګ راغلي دي ورځ تر ورځه ګراني کښي اضافه له وجي د اولس ژوند ګران شويدے موجوده حکومت د تبديلي په ځائے تباهي سرکار جوړ شويدے هغوي ووئيل چي د هر مکاتب فکر سره تعلق لرونکي نن د حکومت د ناکامه پاليسو له وجي په خپل ژوند تنګ شويدي صوابي کښي هم که يو حواه د تماکو زميدار په احتجاج دي نو بل ځواه د سکول او کالج طالبعلمان هم په سړکونو احتجاج کوي د جماعت اسلامي صوابي مشرانو زياته کړي چي د اکتوبر په يو ديرشم نيټه با په لاکهونو طالبعلمان د موجوده حکومت د کروړونو ملازمتو د حصول لپاره ډي چوک اسلام اباد روانيږي ۔