صوابۍ ګندف بالاګډون کښې په ډزو يو تن وژلې شوې

د صوابي ګندف بالا ګدون کښي د ملزمانو ناکاره ډزو په نتيجه کښي يو تن مړ او يو ژوبل شوي ۔ د مړ شوي تن پژانګلو د کلاس فور يونين صدر غلام حيدر په نوم شوي ۔ پوليس تهانه ګدون انسټريل اسټيټ موقع تا رسيدلي دي او مړي او ژوبل تن ئے د توپي هسپتال تا منتقل کړي۔

ګندف بالا ګدون کښي د ډزو روستو يره او ترخه هواره شوي مقتول غلام حيدر ګورنمنټ مډل سکول ګندف بالا کښي د کلاس فور ملازمت کولو او د کلاس فور يونين صدر متنخب شوي وو ۔ د مقتول لوحقين وائي چي د دوي چا سره هم دشمني او بدي نشته بل حواه د ډزو په نتيجه کښي يو لاروي (راهګير) شهزاد هم ژوبل شوي کوم چي د علاج په عرض د توپي هسپتال کښي زير علاج دے ۔مقامي اولس د غلام حيدر په وژنا د غم اظهار کړي او د مقامي پوليس نا ئے د ملزمانو د زر ترزره نيولو غوښتنه کړي