صوبائى حکومت انتخاباتو لپاره مالى او په لاجسټک توګه تيار دې ، کامران بنګش

خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو معاون خصوصي کامران بنګش د بلدياتي انتخاباتو په اړه میډیا ته بريفنګ ورکړې دې ،وائي چي صوبايي حکومت انتخاباتو لپاره مالي او لاجسټک توګه تیار دې، صوبايي حکومت الیکشن کميشن ته د انتخاباتو کولو کې د مکمل مرستې باور ورکړی

خبري کانفرنس ته د وينا پر مهال کامران بنګش ووئيلي چي بلدياتو انتخاباتو په حقله په دريو صفحو مشتمله مراسله خيبر پختونخوا اليکشن کميشن ته ليګلي ،صوبائي حکومت د آئين آرټيکل يو سل څلويښت اے لاندي صوبه کښي د لوکل کونسل انتخابات منعقد کول غواړي هغه زياته کړه چي صوبائي حکومت په دوه مرحلو کښي د انتخاباتو کولو تجويز ورکړے ، په پينځلسم دسمبر به څلور زره دوه سوه وليج کونسل او نيبر هوډ کونسلز کښي انتخابات کيږي ، په پينځه ويشتم مارچ د تحصيل کونسل انتخاباتو انعقاد کولے شي کامران بنګش وينا وه چي صوبائي حکومت د بلدياتي انتخاباتو کولو په اړه اليکشن کميشن ته د هر قسمه مرستي باور ورکړے او دا چي صوبائي حکومت د انتخاباتو لپاره ټولي تيارياني مکمل کړي