صوبه کښ د نهه زره درے سوه استاذانو بهرتي کولو دپاره اشتهار جاري

0
55

د محکمه ابتدائي و ثانوي تعليم خيبر پښتونخوا لخوا صوبه کښ د نهه زره درے سوه استاذانو بهرتي کولو دپاره اشتهار جاري کړے شويدے
د محکمه ابتدائي و ثانوي تعليم خيبر پښتونخوا لخوا جاري شوي بيان ترمخه د پيښور ريجن، ساوتهه ريجن او ضلع سوات اميدوارانو ټېسټ به په ايف ټي ايس او د هزاره ريجن او مالاکنډ ريجن اميدوارانو ټيسټ به د اين ټي ايس په ذريعه کولے شي
د تعليم صوبائي مشير ضياالله بنګش وئيلي دي چي د نهه زره درے سوه استاذانو بهرتي به په ميرټ کولے شي او دے نه وړاندے اوولس زره استاذان هم په ميرټ بهرتي کړے شويدي ۔ضيا الله بنګش زياته کړے چي د قبائيلي اضلاع دپاره د پنځه ويشت سوه استاذانو د بهرتئ عمل جاري دے او د پاکستان تحريک انصاف صوبائي حکومت صوبه کښ اووه پنځوس زره استاذان د اين ټي ايس په ذريعه په ميرټ بهرتي کړيدي
د تعليم صوبائي مشير ضياالله بنګش زياته کړے چي د سلو ورځو پلان مطابق به محکمه ابتدائي او ثانوي تعليم خيبر پښتون خوا کښ د پنځه کالو دوران پنځه شپيته زره استاذان بهرتي کولے شي د کوم سره چي به د صوبے د استاذانو کمے پوره کړے شي