ضابطه ديواني او نارکوټيکس ايکټ کښې تراميمو خلاف وکيلانو د عدالتونو بائيکاټ جاري ساتلے

ضابطه ديواني او نارکوټيکس ايکټ کښې تراميمو خلاف وکيلانو د عدالتونو بائيکاټ جاري ساتلے

ضابطه ديواني او نارکوټيکس ايکټ کښې تراميمو خلاف د خيبر پښتونخوا بار کونسل په وينا پيښور کښې وکيلانو د عدالتونو نه په څوارلسمه ورځ هم بائيکاټ جاري ساتلے ،
هائيکورټ په ګډون وکيلانو د ټولو عدالتونو نه په څوارلسمه ورځ هم بائيکاټ جاري ساتلے، چي ورسره عدالتي کارروائي سخته متاثر شويده
خيبر پښتونخوا بار کونسل د نامعلومه مودي پوري د بائيکاټ اعلان کړے وو، دخيبر بار کونسل مشران وائي چي ضابطه ديواني او نارکاټيکس ايکټ کښې تراميمو سره به د سول او ډسټرکټ کورټس اختيارات کم شي او سائيلين به هم متاثر کيږي،
کے پي بار کونسل حکومت نه مطالبه کړي چي زر تر زره دي قوانين واپس واخستلے شي،
بلخوا حکومت فيصله کړي چي په تراميمو عملدرامد اودرولو دپاره به نوے بل ډير زر په اسمبلئ کښې پيش کولے شي،دي مقصد دپاره بل اول د صوبائي کابيني نه پاس کولے شي،ځکه چي وکيلانو دا وئيلي دي چي تر څو نوے بل په اسمبلئ کښې وړاندے کړے شوي نه وي تر هغي به د هغوي احتجاج دوام اولري

خېبر نيوز