ضرب عضب دوران تباه شمالى کورونو مالکانو کښې په اول ځل امدادى چيکونه تقسيم کړې شويدى

0
66

ضرب عضب دوران تباه شمالى کورونو مالکانو کښې په اول ځل امدادى چيکونه تقسيم کړې شويدى ، پوليټکيل ايجنټ وائى چې کډوالو سره ټولې وعدې سر ته رسيدلې شويدى 

د چيکونو تقسيم دستوره کښې د تحصيل ميرعلى په ايلمينټرى کالج کښې اوشوه چې پکښې قبائلى مشرانو ، متاثرينو او پوليټيکل انتظاميې چارواکو ګډون اوکړو 
په دې موقع پوليټيکل ايجنټ کامران آفريدى ضرب عضب جنګ دوران تباه شوى څلويښت کورونو مالکانو کښې د څلور ، څلور لاکهـ   روپو او دغه رنګه او زيان مند کورونو ته دوه سوه  لس مالکانو کښې يو لکهـ  شپيته زره روپو چيکونه تقسيم کړے شول 
په دې موقع پوليټيکل ايجنټ کامران آفريدى اووئيل چې متاثرينو سره شوى ټول لوظونه به پورا کولے شى او ډير زر به ټول متاثرين جنګ په خپلو خپلو کورونو کښې آباد کړے شى