ضلعي انتظاميه پيښور باچا خان چوک کښې د دوه زرو نه سيوا مړي چرګي نيولي

0
16

ضلعي انتظاميه پيښور باچا خان چوک کښې د دوه زرو نه سيوا مړي چرګي نيولي ، کوم چي به د ښار مختلف لوئي او وړو هوټلونو ته سپلائي کيدي
تفصيلاتو تر مخه ډپټي کمشنر پيښور محمد علي اصغر ته خفيه ذرائع نه اطلاع ورکړي شوي وه چي باچا خان چوک کښې يوه ډله مړي چرګي صفا کوي د کومو غوښه چي بيا د ښار مختلفو هوټلونو ته سپلائي کولي شي
اطلاع باندي په فوري توګه عملدرامد کولو لړ کښې ډپټي کمشنر پيښور اسسټنټ کمشنر پيښور ساره رحمان ته هدايات جاري کړل او اے سي ساره رحمان سره د چهاپه مارټيم باچا خان چوک کښې په پولټري مارکيټ ناساپه چهاپه اووهله او دوه زره نه سيوا مړي شوي چرګي ئي خپله ولقه کښې واخستي،او په موقع ئي د مړو شوو چرګو غوښي صفا کوونکي تنان هم اونيول، د کومو خلاف چي فوډ ايکت دلاندي مقدمات درج کړل
اسسټنټ کمشنر پيښور ساره رحمان مطابق نيولي شوي تنانو به د پيښور مختلف پولټري مارکيټونو نه به مړه شوي چرګان راټولول، او بيا به ئي د صفا کولو نه پس د ښار مختلف هوټلونو ته سپلائي کول، چهاپي نه روستوډپټي کمشنر پيښور محمد على اصغر ټولو ايډيشنل اسسټنټ کمشنرانو ته هدايات جاري کړي چي دپولټري مارکيټ چيکنګ دي انتهائي سخت کړې شي او مړو چرګانو کاروبار کونکو خلاف دي سخته کاروائي اوکړې شى