ضلعي انتظاميي پيښور کښې په هوټلو او تندورنو کښې د سي اين جي سلنډر خلاف کاروائي کړے

0
26
File Photo
File Photo

د پيښور ضلعي انتظاميي ښار کښې په مختلفو هوټلو او تندورنو کښې د سي اين جي سلنډر خلاف کاروائي کړے او اوولس کسان ئي ګرفتار کړي
دپيښور ډپټي کمشنر محمد علي اصغر د نمکمنډئ سيمه کښې په دري هوټلواو تندورونو چهاپه وهلي او سي اين جي سلنډري ئي سرکاري ولقه کښې اخستي، او دري منيجران ئي ګرفتار کړيدي
دا شان ايډيشنل اسسټنټ کمشنر ټاون فور شهباز خټک، اسسټنټ ډائريکټر واجد امان د کوهاټ روډ مختلفو دوکانونو او تندورونو معائينه کري او په سي اين جي سلينډر استعمال ئي پنځه کسان ګرفتار کړيدي
ايډيشنل اسسټنټ کمشنر ټاون ون نجيب الله خان د ګلبهار نه څلور او ايډيشنل اسسټنټ کمشنر نصيرخان حيات اباد مختلفو مارکيټونونه پنځه دوکانداران د سي اين جي سلينډر استعمال له وجي ګرفتار کړيدي
بلخوا ډي سي پيښور د سي اين جي فلنګ سټيشن مالکانو ته هدايت کړي چي په کهولاو سلنډر کښي دي د سي اين جي ډکولو نه ډده اوکړے شي
واضحه دي وي چي په وړومبئ روژه پيښور دير کالوني کښې د سي اين جي سلينډر چاودنے له وجي د پنځه ويشت نه سيوا کسان سوزيدلي وو په کوم کښې چي زياتره شميره د ماشومانو وه