ضلعې انتظاميے د کالعدم تنظيم تحريک لبيک سربراه سعد رضوى په نظربندۍ کښې درې مياشتو توسيع اوکړه

ضلعې انتظاميے د کالعدم تنظيم تحريک لبيک سربراه سعد رضوى په نظربندۍ کښې درې مياشتو توسيع اوکړه،په دے اړه کمشنر لاهور تحريري حکمنامه هم جاري کړي ده بلخوا سپريم کورټ د سعد رضوي رهائۍ لپاره دائر درخواست سباله سماعت لپاره مقرر کړي دے

لاهور ضلعي انتطاميے د پوليس او کاونټر ټيررازم ډيپارټمنټ درخواست منظور کړے دے او د کالعدم تنظيم تحريک لبيک پاکستان سربراه سعد رضوي نظر بندۍ کښۍ ئې نوي ورځو لپاره توسيع کړي ده،کمشنر لاهور مدثر رياض لخوا جاري نوټيفيکشن کښې وئيلي شوي دي د سعد رضوي نظربندئ کښې توسيع فيصله امن وامان صورتحال برقرار ساتلو لپاره شوے ده،ټي ايل پي اپريل مياشت کښې د فرانس سفير بے دخله کولو لپاره پرتشدد مظاهرے کړے وے،پوليس اهلکارو باندې ئې تشدد کړے وو،سرکاري املاک ته ئې زيان رسولے وو،پوليس کالعدم ټي ايل پي سربراه سعد رضوي په دولسم اپريل ګرفتار کړے وو،ورستو حکومت ټي ايل پي کالعدم تنظيم هم ګرځولے وو بلخوا سپريم کورټ د سعدرضوي رهائي لپاره دائر درخواست سبا له سماعت لپاره مقرر کړے دے،په دغه درخواست به جسټس سجاد علي شاه په مشرئ کښې دوه کسيزه بنچ سماعت کوي،دغه درخواست د سعدرضوي تره امير حسين سپريم کورټ کښې جمع کړے وو