ضلع اورکزئي کښې هم د عاشورې ماتمي جلوسونه په خپلو روايتي لارو روان دي

ضلع اورکزئي کښې هم د عاشورې ماتمي جلوسونه په خپلو روايتي لارو روان دي

قبائيلي ضلع اورکزئي کښې هم د عاشورې ماتمي جلوسونه په خپلو روايتي لارو روان دي ، عاشقان حسين د کربلا شهيدانو ته د عقيدت سلام وړاندې کوي ، اهل بيت باندې د يزيدي لښکر د ظلم ماتم کوي
پاړه چنار کښې نماز ظهرين ادا کولو نه پس مرکزي جلوس برآمد شوے او په خپلو روايتي لارو روان دے ، عزادارن حسين ځائے په ځائے زنجير زني او سينه کوبي کوي
د عزادارو لپاره د جلوس په لارو کښې اوبو ، مشروباتو ، چائو او د نياز سټالونه هم لګولے شوي دي ، سيکيورټي خدشاتو له وجې د ضلعې مختلفو علاقو کښې د جلوسونو فضائي نګراني هم جاري ده
دغه رنګ د کوزې اورکزئي کلايه او کريز سيمو کښې هم د شبيه ذوالجناح ماتمي جلوسونه ويستلے شوي او عاشقان حسين د کربلا شهيدانو ته عقيدت پيرزوئنې وړاندې کوي
جلوسونو ته ځائے په ځائے زاکرينو او علما ويناګانې هم کړي ، فلسفه شهادت حسين باندې ئې رڼا اچولې ، د جلوسونو شرکا کشمير کښې د جاري ظلمونو غندنه هم کړېده