ضلع مهمند کښې د بارودي موادو چاودنه کښې دوه فوځي اهلکار شهيد شوي

ضلع مهمند کښې د بارودي موادو چاودنه کښې دوه فوځي اهلکار شهيد شوي

ضلع مهمند کښې دپاک افغان پوله باندې د بارودي موادو چاودنه شوې چې پکښې يو ميجر پشمول دوه فوځي اهلکار شهيد شويدي، آئي ايس پي آر وائي چې دواړه اهلکارو پوله باندې د باړ لګولو د کار نګراني کوله،
آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې دضلع مهمند بائزۍ علاقه کښې پاک افغان پوله باندې د بارودي سرنګ چاودنه شوې چې پکښې دوه فوځي اهلکار شهيدشويدي، آئي ايس پي آر وائي چې شهيد شوي اهلکارو کښې ميجر عديل شاهد او سپاهي فراز حسين شامل دي،ميجرعديل شاهد تعلق د کراچۍ او سپاهي فرازحسين تعلق د آزادکشمير کوټلي سيمه سره وو، آئي ايس پي آر زياتوي چې فوځي دستې پاک افغان پوله باندې د باړ لګولو د کار نګراني کوله کومه چې د بائزۍ علاقه کښې مخکښې نه ښخ شوې بارودي سرنګ ښکار شول