ضلع مومند زيارت ماربل درنګ پيښه کښې ملبې نه څلريشت مړي راويستي شوي دي،ترجمان ريسکيو

ضلع مومند زيارت ماربل درنګ پيښه کښې ملبې نه څلريشت مړي راويستي شوي دي،ترجمان ريسکيو

د ريسکيو ون ون ټو ټو په نګرانۍ کښې د ضلع مومند متاثره سيمه کښې امدادي کارواياني رواني دي،او د يو بل تن مړے راويستے شويدے چي ورسره د مړو شميره څلريشت ته رسيدلي ده،د ريسکيو ون ون ټو ټو اهلکارو د مړ شوي تن لاش هسپتال ته منتقل کړېدے، او د نورو بې درکه کسانو موندلو لپاره هم سرچ اپريشن جاري دې،د ريسکيو ون ون ټو ټو لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شوي چي د ضلع مومند د درنګ غورځيدو ځائے کښې د ريسکيو ون ون ټو ټو نهه ايمبولينسي دوه ريسکيو ويکلز، دوه ريکوري ويکلز او يو سل شل اهلکار موجود دي