ضلع مومند کښي زمکے په تنازعه فائرنګ کښي يو ماشوم مړ او څلور تنان ژوبل شوي

دپيښور په ناګمان پل سيمه کښې ډزو په نتيجه کښې دوه کسان مړه شوي

ضلع مومند تحصيل صافي زيارت سيمه کښي زمکے په تنازعه د دوه فريقينو تر مينۀ فائرنګ شوے چي نتيجه کښي څلور تنان ژوبل او يو ماشوم په حق رسيدلے
د پوليس تر مخه حاجي صوبيدار ګروپ او فضل ربي ګروپ په مينۀ کښي د زمکے تنازعه روانه وه او فضل ربي فريق ته عدالت له خوا حکم امتناعي ملاشوے وه
حاجي صوبيدار ګروپ نن دغه متنازعه زمکه کښي تعميراتي کار کولو چي پر جګړا شروع شوه
پوليس وائي چي دے دوران د صوبيدار ګروپ له خوا ډزے وشوے چي نتيجه کي فضل ربي يو دولس کلن زوي په موقع مړ او درې کسان ژوبل شول
د پيښې وروستو ورثاو د ماشوم لاش مومند پريس کلب مخې ته پشاور باجوړ شاهراه باندے کيښودو او سخت احتجاج ئې کړيدے
بلخوا پوليس د صوبيدار ګروپ نه څلور تنان ګرفتار کړي او وسله ئې ترې هم برآد کړيده