ضلع مومند کښې بارودي موادو چاودنه کښې درې ماشومان ژوبل شوي

ضلع مومند کښې بارودي موادو چاودنه کښې درې ماشومان ژوبل شوي

د ضلع مومند تحصيل صافي،ساګي سيمه کښې په ماشومانو زاړه بارودي مواد چوديدلي چې پکښې درې ماشومان ژوبل شويدي،ذرائع وائي چي دغه بارودي مواد ډير وخت نه په زمکه کښې ښخ وو
د انتظاميې ذرائعو ترمخه تحصيل صافي ساګي سيمه کښې غر کښې د وړاندې نه نصب شوي بارودي مواد په ماشومانو ډزيدلي چي په نتيجه کښې ئي درې ماشومان بلال ، افتخار او مکمل شاه ژوبل شوي دي کوم چې مامد ګټ هسپتال ته رسولے شويدي
پوليس وائي چې د دوه ماشومانو حالت د خطرې نه بهر دے ولي د يو ماشوم خپه ضائع شوېده