ضلع مومند کښې تيره ورځ فائرنګ واقعه خلاف مقامی خلقو لشکر کشی کړی

ضلع مومند کښې تيره ورځ فائرنګ واقعه خلاف مقامی خلقو لشکر کشی کړی

ضلع مومند تحصیل صافی زیارت سيمه کښې تيره ورځ فائرنګ واقعه خلاف مقامی خلقو لشکر کشی کړی، لشکر کشی دوران ئې د قاتلانو ماربل غر کښی ډیره سوځولې ده ، مقامی لشکر هغه وخت کاروائی شروع کړه کله چی تیره ورځ فائرنګ کښې پحق رسيدلي ماشوم جنازه ادا کړې شوه
تفصيلاتو مطابق ضلع مومند تحصيل صافي زيارت سيمه کښې د تيرې ورځ ډزو خلاف لشکر خلقو ماربل غر کښي د قاتلانو ډيره سوځولي ده
د اپر مومند ايس ايچ او سردار حسين خيبر نيوز ته په ټيلي فون وئيلي دي چې ډیرے سره د ماربل قیمتی مشنری هم موجود وه خو د پوليس نفري په وخت رسيدلي اوه دغه قيمتي مشينري ئې د سوځيدو نه بچ کړيده
ايس ايچ او دا ه اووئيل چې د ډيرے مالکانو په مدعيت کښې لشکر کښې موجود درې ويشت کسانو خلاف مقدمه درج شوي او د ګرفتاريانو لپاره پوليس چهاپې وهي